د افغانستان نفت او گازو امارتي شرکت په مرکزي دفتر کې د یوې حلقې څاه  کیندلو پروژه

د افغانستان نفت او گازو امارتي شرکت په مرکزي دفتر کې د یوې حلقې څاه کیندلو پروژه

  1403 - سنبله - 19

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د یاد شرکت مرکزي دفتر لپاره چې تشخصیه نمبر یې ((AOGC/PR/RFQ/1403/043 دی، د یوې حلقې څاه  کیندلو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د یوې حلقې څاه  کیندلو پروژې لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۵ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د شرطنامې  لګښت په موخه  ۵۰۰ (پنځه سوه افغانۍ) اخیستل کېږي. د آفر پرانیست غونډه به د شنبې په ورځ (1446/03/11) هـ ق چي د (1403/06/24) هـ ش سره سمون خوري، د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.