د نفتي توکو لپاره ۵۷ سټنډرډونه تصویب شول

د نفتي توکو لپاره ۵۷ سټنډرډونه تصویب شول

  1404 - جوزا - 31

کابل – د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا فوق‌العاده غونډه کې د نفتي توکو په برخه کې ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې. ملا برادر اخوند وویل، چې معیار او کیفیت د هېواد د اقتصادي ودې، صادراتو پراختیا او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره بنسټیز ارزښت لري. نوموړي اړوندو ادارو او خصوصي سکتور ته د دغو سټنډرډونو د تطبیق سپارښتنه کړې.