د کندز ولایت د ( "نمبریک امارتي تېلوټانک")  باندې پانګونه ورکول.

د کندز ولایت د ( "نمبریک امارتي تېلوټانک") باندې پانګونه ورکول.

  1404 - جوزا - 29

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري، چې په کندز ولایت کې خپل ملکیت( " نمبریک امارتي تېلوټانک ") د تړون د امتیاز په ورکړې سره جوړ کړي.
 ټول هغه افراد، اشخاص او شرکتونه، چې د پانګونې هوډ لري؛ نو د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره، کولای شي چې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر(۱۸/۴/۱۴۰۴هـ.ش) کال، چې د (۱۳/۱/۱۴۴۷ هـ.ق) کال سره سمون لري، د ذکر شوي ټانک د داوطلبۍ  شرطپاڼه د (۱۰۰۰افغانۍ) په بدل کې د کندز ولایت نفت او ګاز مدیریت  او یا د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له مرکزي دفتر څخه، چې د کابل خیرخانې کوتل د ښاروالۍ (۱۷مې)ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کولای شي. داوطلبان دې د پروژې د نقشې او بل احجام ترلاسه کولو لپاره له ځان سره فلش ولري.