د نفت او ګاز په برخو کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، مسلکي پوهې د زیاتولو او تخصصي مهارتونو د پراختیا په موخه، یو آنلاین تخصصي روزنیز ورکشاپ پیل شوی، چې په دې ورکشاپ کې د Oil and Gas Storage Management, Digitalization, Loss Management, Calculation and Minimization, and Laboratory Analysis of Petroleum and Gas Product د موضوعاتو اړوند به علمي معلومات او تجربې له ګډونوالو سره شریکې شي.
یاد روزنیز پروګرام د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) د UNG Training LLC شرکت په همکارۍ پیل شو، چې پکې د افغانستان نفت او ګاز شرکت د ذخایرو او لابراتوار کارکوونکو، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د نفت او ګاز پوهنځي محصلینو او د افغان ګاز شرکت کارکوونکو آنلاین ګډون کړی دی.
دا پنځهورځنی ورکشاپ د افغانستان د نفت او ګاز شرکت او د UNG شرکت ترمنځ د همکارۍ د تفاهملیک پر بنسټ ترسره کېږي، چې موخه یې د تخنیکي همکاریو پراخول، د تجاربو تبادله، د مسلکي پوهې لېږد او افغان کارکوونکو ته د لنډمهاله او اوږدمهاله روزنیزو فرصتونو برابرول دي.
د UNG Training LLC ، چې د ازبکستان د دولتي شرکت Uzbekneftgaz اړوند دی، چې د سیمې په کچه د نفت او ګاز په صنعت کې یو معتبر روزنیز بنسټ ګڼل کېږي. یاد شرکت د تخنیکي روزنیزو پروګرامونو په طرح، تطبیق، د بشري ظرفیت لوړونه او د مسلکي مهارتونو پراختیا کې فعال رول لري.
د افغانستان د نفت او ګاز شرکت هیله لري چې دا ډول پروګرامونه به د مسلکي کادرونو د وړتیاوو پیاوړتیا او د هېواد د نفت او ګاز سکتور د پرمختګ لپاره اغېزناک تمام شي.