د امارتي د تېلو ټانکونو د پلور څارنې لپاره د آنلاین سیسټم د چمتو کولو او تدارک پروژه

د امارتي د تېلو ټانکونو د پلور څارنې لپاره د آنلاین سیسټم د چمتو کولو او تدارک پروژه

  1403 - دلو - 10

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د امارتي د تېلو ټانکونو د پلور څارنې لپاره د آنلاین سیسټم د چمتو کولو او تدارک پروژې تشخصیه شمېره یې AOGC/PR/RFQ/1446/853 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي؛

داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د یادې پروژې لپاره د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

 له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د آفرونو پرانیست غونډه به د سه شنبې په ورځ، ۱۶/۱۱/۱۴۰۳ ه ش نېټه چې په شرطنامه کې ذکر شوی دې د سهار په یولس بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.