د بادغیس ولایت د قلعه نو (۵۹)امارتي تېلو ټانک باندې د پانګونې اعلان

د بادغیس ولایت د قلعه نو (۵۹)امارتي تېلو ټانک باندې د پانګونې اعلان

  1404 - ثور - 31

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري، چې په  بادغیس ولایت کې خپل ملکیت( د قلعه نو(۵۹)امارتي تېلو ټانک) د شخصي پانګې پرمټ د تړون د امتیاز په بدل کې جوړ کړي. هغه کسان، اشخاص او شرکتونه چې د پانګونې علاقه لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر(۱۴/۱۲/۱۴۴۶)هجري قمري، چې د(۲۰/۳/۱۴۰۴) هجري لمریز سره سمون لري، پورې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي او د یاد ټانک د جوړونې او بیارغونې پروژې شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د بادغیس ولایت د نفت او ګاز مدیریت څخه او یا هم د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له مرکزي دفتر څخه چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل، د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي. د آفر پرانېستې نېټه به په شرطپاڼه کې درج وي.
یادونه: داوطلبان دې د پروژې د نقشې او بل احجامو د ترلاسه کولو لپاره له ځان سره فلش راوړئ