د برېښنایي توکو د پيرود پروژې ورکړه

د برېښنایي توکو د پيرود پروژې ورکړه

  1403 - دلو - 08

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د برېښنایي توکو د پېرود پروژې تړون چې دAOGC/NCB/1403/G-025-2  تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د مجموعي ارزښت ۱۲۶۴۵۷۳۰- دولس میلیونه، شپږ سوه او پنځه څلوېښت زره او اوه سوه او دېرش افغانیو، په بدل کې د عقابان فلک لوجستیکي او ساختماني شرکت ته چې د (۶۲۵۰۴) جواز نمبر لرونکی او د کابل، تایمني پروژې په پنځم سړک کې موقعیت لري، موافقه وکړه.

هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.