
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري، چې په بغلان ولایت کې خپل ملکیت(لرخاب امارتي تېلو ټانک) د شخصي پانګې پرمټ د تړون د امتیاز په بدل کې جوړ او برنډینګ کړي. هغه کسان، اشخاص او شرکتونه چې د پانګونې علاقه لري، کولای شي د اعلان د خپرېدو له نیټې څخه تر(۱۴/۱۲/۱۴۴۶)هجري قمري، چې د(۲۰/۳/۱۴۰۴) هجري لمریز سره سمون لري، پورې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي او د یاد ټانک د جوړونې او برنډینګ پروژې شرطپاڼه د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د بغلان ولایت د نفت او ګاز آمریت څخه او یا هم د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له مرکزي دفتر څخه چې د کابل ښار د خیرخانې سرکوتل، د ۱۷مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، ترلاسه کړي. د آفر پرانېستې نېټه به په شرطپاڼه کې درج وي.
یادونه: داوطلبان دې د پروژې د نقشې او بل احجامو د ترلاسه کولو لپاره له ځان سره فلش راوړئ.