د بلخ ولایت حیرتان ریاست د نفت او گازو عمومي مدیریت د اداری ودانۍ جوړولو پروژه

د بلخ ولایت حیرتان ریاست د نفت او گازو عمومي مدیریت د اداری ودانۍ جوړولو پروژه

  1403 - قوس - 21

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د بلخ ولایت حیرتان ریاست د نفت او ګازو عمومي مدیریت د کابل بانک نوې نمبر ۲ ذخیرې د اداري ودانۍ جوړولو پروژې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/1403/W-034 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د پروژې لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د پروژې د وړاندیز تضمین د پروژې لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۱۷۷۵۰۰ (یو سل او اوه اویا زره او پنځه افغانۍ) او د قرطاسیې لګښت مبلغ ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي.

د آفر پرانیست غونډه به په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوی دې د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.