د بلخ په حیرتان ریاست کې د نفت او ګازو د عمومي مدیریت د اداري ودانۍ د کابل بانک نوې نمبر ۲ ذخیرې جوړول

د بلخ په حیرتان ریاست کې د نفت او ګازو د عمومي مدیریت د اداري ودانۍ د کابل بانک نوې نمبر ۲ ذخیرې جوړول

  1403 - دلو - 28

د تړون ورکړه

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د بلخ په حیرتان ریاست کې د نفت او ګازو د عمومي مدیریت د اداري ودانۍ د کابل بانک نوې نمبر ۲ ذخیرې جوړولو پروژې تړون چې دAOGC/NCB/1403/W-034  تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د مجموعي ارزښت ۶۱۹۱۷۸۰- شپږ میلیونه، یو سل او یو نوي زره او اته سوه او اتیا افغانیو، په بدل کې د مومن شمال ساختماني شرکت ته چې د (۲۹-۰۱-۱۸۳۴) جواز نمبر لرونکی او د فاریاب مرکز، لومړۍ ناحیه-فاریاب پلازې کې موقعیت لري، موافقه وکړه.

هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.