د تاسیساتو د ساتنې او مراقبت لپاره د 10 قلمه تعمیراتي توکو د پیرودلو پروژه

د تاسیساتو د ساتنې او مراقبت لپاره د 10 قلمه تعمیراتي توکو د پیرودلو پروژه

  1403 - دلو - 28

د تړون ورکړه

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د تاسیساتو د ساتنې او مراقبت لپاره د 10 قلمه تعمیراتي توکو د پیرود پروژې تړون چې دAOGC/NCB/1403/G-022  تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د مجموعي حد اقل ارزښت مبلغ ۹۷۲۸۱۵- نهه سوه او دوه اویا زره او اته سوه او پنځلس افغانۍ او حد اکثر مبلغ ۱۲۲۱۱۰۰-یو میلیون او دوه سوه او یوویشت زره او سل افغانیو، په بدل کې د معیار بلند ساختماني او انجنیري شرکت ته چې د (۸۷۱۶۹) جواز نمبر لرونکی او د کابل، خیرخانې کوتل، ۱۷ مې ناحیې، صفا ښارګوټي کې موقعیت لري، موافقه وکړه.

هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.