د تړون په اړه د پریکړې خبرتیا

د تړون په اړه د پریکړې خبرتیا

  1403 - عقرب - 12

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د لوړ ټناژ موټرونو لپاره د پرزو د پيرود پروژې تړون چې د (AOGC/NCB/1403/G/013) تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د حد اقل ۱۲۸۲۲۳۴۰ دولس میلیونه، اته سوه او  دوه ویشت زره او درې سه او څلوېښت افغانیو او حد اکثر ۲۲۹۱۸۰۳۷ دوه ویشت میلیونه او نه سوه او اتلس زره او اووه دېرش افغانیو، په بدل کې د شیراز حیاتي لوژستیکي چوپړتیاوو شرکت ته چې د (۴۳۰۵۱) جواز نمبر لرونکی او د کابل، ۱۱ مې ناحیې، خیرخانې کوتل، د تېل ټانګ کوڅه کې موقعیت لري، موافقه وکړه.

هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.