د تړون په اړه د پریکړې خبرتیا

د تړون په اړه د پریکړې خبرتیا

  1403 - عقرب - 12

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د لوړ ټناژ موټرونو لپاره د ټیرونو او بطریو د پيرود پروژې تړون چې د (AOGC/NCB/1403/014) تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د حد اقل ۳۴۵۳۱۲۰ درې میلیونه، څلور سوه او  دري پنځوس زره او یو سل او شل افغانیو او حد اکثر ۴۲۴۷۷۱۲ څلور میلیونه او دوه سوه اووه څلوېښت زره او اووه سوه او دولس افغانیو، په بدل کې د حکمت الله امید لمیټډ سوداګریز شرکت ته چې د (۵۸۰۴۶) جواز نمبر لرونکی او د کابل، دوغ آباد ، ۷ مه ناحیه کې موقعیت لري، موافقه وکړه.

هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.