
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د تېلو د وېش ۱۲ پایو د پيرود پروژې چې تشخصیه شمېره یې AOGC/NCB/1403/G-036 ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د یادې پروژې لپاره چې د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.
له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د آفر پرانیست غونډه به په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوی دې د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.
د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې بانکې تضمین په بڼه مبلغ ۵۰۴۰۰ –پنځوس زره او څلور سوه افغانۍ او مبلغ ۱۰۰۰ زر افغانۍ د شرطپاڼې د وېش پر مهال له داوطلب څخه د قرطاسیې د لګښت په موخه اخیستل کېږي.