
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت، پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د " د حیرتانو له ذخایرو څخه د حیرتانو اړوندو ساحو او شمال زون (۶) ولایتونو ته له (۳۷۵۰ – ۷۵۰۰ټنه) پورې د ډېزل او پټرول "د لېږدونې پروژه، چې د (AOGC/NCB/1404/NCS-04(05 ګڼې لرونکې ده، د داوطلبۍ په لړۍ کې ګډون وکړي او د یاد پروژې د نرخاخیستنې غوښتنلیک سافټ بڼه د ادارې له اړوندو ټولنیزو پاڼو څخه او فزیکي بڼه یې په رسمي وخت کې د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له تهیه او تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړئ.
ښاغلو داوطلبانو! د نرخاخیستنې په غوښتنلیک کې له درج شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم خپل آفرونه سرتړلي ډول د آفرپرانیستې ناستې ته د وړاندې کولو په موخه، د اعلان له خپرېدو سره سم د (۲۱) تقویمي ورځو په لړ کې د یاد شرکت د تدارکاتو آمریت ته، چې د خیرخانې کوتل د (۱۷مې) ناحیې ترڅنګ موقعیت لري) وسپارئ.
ناوخته رارسېدلي انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د یادونې وړ ده، چې له هر داوطلب څخه د د شرطپاڼې د توزیع په وخت کې د قرطاسیې د لګښت په موخه (۱۰۰۰افغانۍ) اخیستل کیږي.