د خوست ولایت د دولتي تېل ټانک لپاره د یو پایه هوا کمپریسور  چمتو کولو او نصبولو پروژه

د خوست ولایت د دولتي تېل ټانک لپاره د یو پایه هوا کمپریسور چمتو کولو او نصبولو پروژه

  1403 - دلو - 11

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ د خوست ولایت د دولتي تېل ټانک لپاره د یو پایه هوا کمپریسور  چمتو کولو او نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/PR/ RFQ/1403/039 دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. 

د آفرونو پرانيست غونډه به په ۱۴/۱۱/۱۴۰۳ ه ش نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي او د یادولو وړ ده  چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.