د شرکت له زېرمو څخه دولتي اداراتو ته د نفتي توکو د لېږد پروژې

د شرکت له زېرمو څخه دولتي اداراتو ته د نفتي توکو د لېږد پروژې

  1403 - سنبله - 07

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لاندې ۳ پروژو د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي چې عبارت دي له:

۱- د کابل ولایت د بادام باغ او بیني نیزار له زېرمو څخه د لږ تر لږه ۱۵۵۷ ټنه او اعظمي ۳۱۱۴ ټنه نفتي موادو د لېږد پروژه چې په (کابل، ننګرهار او لغمان) ولایتونو کې دولتي محترمو ریاستونو ته د تړون له مخې چې تشخصیې  شمېره یېAOGC/NCB/ 1403/NCS-03 (01) ده.

۲- د مولوي صاحب له زېرمو او د هرات ولایت له مرکز څخه په (کندهار، زابل، اروزګان، هرات، باغیس، غور او فراه) ولایتونو کې د وزارت معینیت ته د لږ تر لږه ۱۱۱۵ ټنو او اعظمي ۲۲۲۹ ټنه نفتي توکو د لېږد پروژه، د یو  تړون لاندې چې د تشخصیې شمېره یې AOGC/NCB/1403/NCS-03 (02)  ده؛

۳- له هرات څخه د دولتي وزارت اداراتو ته په (کندز، بغلان، تخار او بدخشان) ولایتونو کې د لږ تر لږه ۴۷۰ ټنو او اعظمي ۹۳۹ ټنه نفتي توکو د لېږد پروژه چې د تشخصیې شمېره یې  AOGC/NCB/1403/NCS-03 (03) ده؛ 

داوطلبان کولای شي د یادو پروژو شرطنامه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطنامې  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د آفرونو پرانیست غونډې ته چې په ۰۲/۲۷/۱۴۴۶ هجري قمري (۱۰/۶/۱۴۰۳) نېټه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. د آفرونو پرانيست غونډه به په پورته ذکر شوې ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي. 

د یادولو وړ ده چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.