د شرکت مرکزي دفتر لپاره د لوړ ټناژ موټرونو د فيلټرونو او کیټونو پیرود پروژه

د شرکت مرکزي دفتر لپاره د لوړ ټناژ موټرونو د فيلټرونو او کیټونو پیرود پروژه

  1403 - سنبله - 05

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د مرکز لپاره چې تشخصیه نمبر یې (AOGC/NCB/1403/G-016) د اړتیا وړ د لوړ ټناژ موټرونو د فيلټرونو او کیټونو پيرود پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د لوړ ټناژ موټرونو د فيلټرونو او کیټونو د پیرود لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۴ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري. له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د پروژې د وړاندیز تضمین د لوړ ټناژ موټرونو د ټیرونو او بطریو پیرود لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۴۰۰۰۰ (څلوېښټ زره افغانۍ) او د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي. د آفر پرانیست غونډه به په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوی دې د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.