د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د تېلو دولتی ټانګ د داوطلبۍ خبرتیا

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د تېلو دولتی ټانګ د داوطلبۍ خبرتیا

  1403 - عقرب - 13

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ د تېلو ټانګ خپل ملکیت د تړون په بڼه په کرایه ورکړي.

هغه کسان او شرکتونه چې د یاد تړون غوښتنه لري، کولای شي د دې خبرتیا چې له خپریدو نېټې څخه تر ۲۹/۰۸/۱۴۰۳ پورې د اعتبار وړ ده، خپلې غوښتنې د غزني ولایت نفت او ګازو مدیریت یا د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت مرکزي دفتر ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري او خپله په ټاکلې ورځ د آفر پرانیست غونډه کې د ګډون په موخه مراجعه وکړي.

شرطپاڼه وګورئ او تامینات اخیستل کېږي.