د لوګر ولایت څخه د ترازو د لیږد او د ننګرهار ولایت د انګور باغ په زیرمو کې د نصبولو پروژه

د لوګر ولایت څخه د ترازو د لیږد او د ننګرهار ولایت د انګور باغ په زیرمو کې د نصبولو پروژه

  1403 - میزان - 10

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ د لوګر ولایت څخه د ترازو د لیږد او د ننګرهار ولایت د انګور باغ په زیرمو کې د نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې (AOGC/PR/RFQ/1403/045)(AOGC/PR/RFQ/1403/045) دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادو پروژو شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د اعلان د خپرېدو څخه ۷ تقویمی ورځو په لړ کې په ۱۵/۷/۱۴۰۳ نېټه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. د آفرونو پرانيست غونډه به په پورته ذکر شوې ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي. د یادولو وړ ده چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.