د لوګر ولایت څخه د ترازو د لیږد او د ننګرهار ولایت د انګور باغ په زیرمو کې د نصبولو پروژه (بیا ځلي اعلان)

د لوګر ولایت څخه د ترازو د لیږد او د ننګرهار ولایت د انګور باغ په زیرمو کې د نصبولو پروژه (بیا ځلي اعلان)

  1403 - عقرب - 12

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ د لوګر ولایت څخه د ترازو د لیږد او د ننګرهار ولایت د انګور باغ په زیرمو کې د نصبولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې ((AOGC/PR/RFQ/1403/045 دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د اعلان د خپرېدو څخه ۲۱ تقویمی ورځو په لړ کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. د آفرونو پرانيست غونډه به په پورته ذکر شوې ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي. 

د پروژې د وړاندیز تضمین د یادې پروژې لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۳۷۹۴۳ اووه دېرش زره او نهه سوه او دري څلوېښت افغانۍ او د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي. د یادولو وړ ده چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.