د مرکز او ولایاتو لپاره د لوړ ټناژ موټرونو د پروزو پیرود پروژه

د مرکز او ولایاتو لپاره د لوړ ټناژ موټرونو د پروزو پیرود پروژه

  1403 - اسد - 13

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د مرکز لپاره چې تشخصیه نمبر یې (AOGC/NCB/1403/G-013) د اړتیا وړ د لوړ ټناژ موټرو د پروزو پيرود او د ولایاتو لپاره چې تشخصیه نمبر یې (AOGC/NCB/1403/G-015) دی د لوړ ټناژ موټرو پروزو پيرود پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د مرکزي لوړ ټناژ موټرونو د پرزو د پیرود لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ پورې تقویمي ورځو او د ولایاتو د لوړ ټناژ موټرو د پرزو د پیرود پروژې لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر 23 تقويمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري. له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي.

د پروژې د وړاندیز تضمین د مرکز لوړ ټناژ موټرونو د پرزو پیرود لپاره د بانکي تضمین په بڼه 618,200 (شپږ سوه اتلس زره او دوه سوه افغانۍ) او د ولایاتو د لوړ ټناز موټرونو د پروزو پیرود لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۳۰۵۲۴۶ (درې سوه پنځه زره او دوه سوه شپږ څلوېښت افغانۍ) ټاکل شوي دي. د آفر پرانیست غونډه په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوی دی د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.