د نفتي توکو ټانکرونو د پروزو د پيرود پروژې ورکړه

د نفتي توکو ټانکرونو د پروزو د پيرود پروژې ورکړه

  1403 - دلو - 15

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د نفتي توکو ټانکرونو د پروزو د پېرود پروژې تړون چې دAOGC/NCB/1403/G-019  تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د مجموعي ارزښت ۳۲۷۲۲۵۱- درې میلیونه، دوه سوه او دوه اویا زره او دوه سوه او یو پنځوس افغانیو، په بدل کې د شیراز حیاتي لوجستیکي چوپړتیاوو شرکت ته چې د (D-43051) جواز نمبر لرونکی او د کابل، په خیرخانې کوتل کې موقعیت لري، موافقه وکړه.

هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.