
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د اړتیا وړ د نفت کش ټیلري موټرونو د پرزو پیرود پروژې چې تشخصیه نمبر یې (OGC/NCB/1403/G-019) ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د پروژې لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر 22 تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.
له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د پروژې د وړاندیز تضمین د پروژې لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۲۴۰۰۰۰ (دوه سوه او څلوېښت زره افغانۍ) او د قرطاسیې لګښت مبلغ ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي. د آفر پرانیست غونډه به په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوی دې د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.