د ننګرهار چکنورې یو جریب، درې بیسوې او نوولس بیسواسې ځمکه په کرایې ورکول

د ننګرهار چکنورې یو جریب، درې بیسوې او نوولس بیسواسې ځمکه په کرایې ورکول

  1403 - حوت - 22

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري، چې د ننګرهار د چکنورې په ساحه کې خپل یو جریب، درې بیسوې او نوولس بیسواسې ملکیت د تړون له مخې په کرایې ورکړي. 
هغه افراد، اشخاص او شرکتونه، چې د تړون هیله لري؛ نو د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د یادې ځمکې د داوطلبۍ شرطپاڼه د اعلان له خپرېدو څخه تر(۲۹/۱۲/۱۴۰۳هـ .ش) نېټې پورې، چې له (۱۹/۹/۱۴۴۶هـ ق) نېټې سره سمون لري، د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت له مرکزي دفتر څخه، 
چې د کابل په خیرخانې کوتل کې موقعیت لري، ترلاسه کړي او خپله به د آفرګشایی په جلسه کې د ګډون په موخه په ټاکل شوې ورځ مراجعه کوي. له شرطپاڼې سره سم تأمینات اخیستل کیږي.