د هرات له تورغنډۍ بندر څخه کندهار، زابل او ارزگان ولایتونو ته د تېلو د لېږد پروژه

د هرات له تورغنډۍ بندر څخه کندهار، زابل او ارزگان ولایتونو ته د تېلو د لېږد پروژه

  1403 - دلو - 23

د هرات نفت او ګازو  امارتي ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له تورغنډۍ بندر څخه د حد اقل ۴۰۰ او حد اکثر ۴۲۰ ټنه د ډيزل تېلو او ۶۰-۷۰ ټنه پټرول تېل له تورغنډۍ څخه کندهار ولایت ته، ۳۵-۴۵ ټنه دیزل او ۳۳-۴۳ ټنه پټرول تېل له تورغنډۍ بندر څخه زابل ولایت ته او ۴۵-۵۵ ټنه دیزل تېل او ۴۰-۵۰ ټنه پټرول تېلو د لېږد پروژې د چارچوبي تړون په بڼه، د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/HRT/1403/NCS-00065  دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د هرات نفت او ګازو امارتي ریاست د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د چهارشنبې په ورځ، ۲۴/۱۱/۱۴۰۳ ه ش نېټه د هرات نفت او ګازو امارتي ریاست د تدارکاتو مدیریت ته چې د ۵۶ مرکز ټانګ تېل شاته موقعیت لري، وسپاري. 

د آفرونو پرانيست غونډه به په ټاکل شوې ورځ له غرمې وروسته په دوه بجو د هرات ریاست په اداري ودانۍ کې ترسره کېږي. همداراز له وخته تېر او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.