د هرات ولایت له ذخېرې څخه د کندهار، زابل او ارزګان ذخایرو ته د دیزل تېلو لېږد پروژه

د هرات ولایت له ذخېرې څخه د کندهار، زابل او ارزګان ذخایرو ته د دیزل تېلو لېږد پروژه

  1403 - دلو - 03

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ د هرات ولایت ذخېرې څخه د کندهار، زابل او ارزګان ذخایرو ته د حد اقل ۱۶۰۵ ټنه او حد اکثر ۱۶۹۰ ټنه د ډيزل تېلو د لېږد پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/HRT/1403/NCS/00058 دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د هرات ولایت نفت او ګازو دولتي ریاست د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د پنجشنبې په ورځ، د سهار په لسو بجو، ۰۴/۱۱/۱۴۰۳ نېټه د هرات نفت او ګازو دولتي ریاست د تدارکاتو مدیریت ته چې د هرات ولایت، ۵۶ مرکزي ټانګ تېل شاته موقعیت لري، راوړي

د یادولو وړ ده چې له وخته تېر او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.