د هرات ولایت له زېرمو څخه کابل مرکزي زېرمو ته د ډيزل تېلو د لېږد پروژه

د هرات ولایت له زېرمو څخه کابل مرکزي زېرمو ته د ډيزل تېلو د لېږد پروژه

  1403 - سنبله - 22

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ د هرات ولایت نفت او ګازو زېرمو څخه د کابل مرکزي زېرمو ته د ۱۰۰۰ ټنه (L-02-62) ډيزل تېلو د لېږد پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې {AOGC/NCB/1403/NCS-03(04)} دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادو پروژو شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د آفرونو پرانیست غونډې ته چې په ۱۰/۶/۱۴۰۳ نېټه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري. د آفرونو پرانيست غونډه به په پورته ذکر شوې ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي. د یادولو وړ ده چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.