
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د هرات نفت او ګازو امارتي ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له هرات ولایت مولوي صاحب ذخیرې څخه د حد اقل ۵۲۵ او حد اکثر ۵۳۵ ټنه د ډيزل تېلو او ۲۵۰-۲۶۰ ټنه پټرول تېل له مولوي صاحب ذخیرې څخه هلمند ولایت ته او ۱۷۰-۱۸۰ ټنه ډیزل او ۵۳-۶۳ ټنه پټرول تېل له مولوي صاحب له ذخيرې څخه نیمروز ولایت ته د تېلو د لېږد پروژې چارچوبي تړون په بڼه، د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/HRT/1403/NCS-00064 دی، ګډون وکړي؛
داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د هرات نفت او ګازو ریاست د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د چهارشنبې په ورځ، ۲۴/۱۱/۱۴۰۳ ه ش نېټه د هرات نفت او ګازو امارتي ریاست د تهیه او تدارکاتو مدیریت ته چې د ۵۶ مرکز ټانګ تېل شاته موقعیت لري، وسپاري.
د آفرونو پرانيست غونډه به په ټاکل شوې ورځ د سهار په لسو بجو د ریاست په اداري ودانۍ کې ترسره کېږي. همداراز له وخته تېر او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.