د کابل ولایت د بادام باغ په زیرمه کې د اور وژنې (اطفائې) د ثابت سیستم د ترمیم او نصبولو پروژه (بیا ځلي اعلان)

د کابل ولایت د بادام باغ په زیرمه کې د اور وژنې (اطفائې) د ثابت سیستم د ترمیم او نصبولو پروژه (بیا ځلي اعلان)

  1403 - عقرب - 13

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال د اړتیا وړ د کابل ولایت د بادام باغ په زیرمه کې د اور وژنې (اطفائې) د ثابت سیستم د ترمیم او نصبولو پروژې چې تشخصیه نمبر یې (AOGC/NCB/1403/W-030( ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د پروژې لپاره چې د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د پروژې د وړاندیز تضمین لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۱۰۸۹۶۹ (یو سل او اته زره او ننه سوه او نهه شپېته افغانۍ) او د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي. د آفر پرانیست غونډه به په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوی دې د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.