د کابل ولایت د شیوه کي د تېلو او نفتو دولتي ټانک بیا رغونې پروژه

د کابل ولایت د شیوه کي د تېلو او نفتو دولتي ټانک بیا رغونې پروژه

  1403 - دلو - 06

د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د تړون د امتیاز په بدل کې د کابل ولایت د شیوه کي د تېلو او نفتو دولتي ټانک د غوښتونکو (متقاضیانو) په شخصي سرمایه ورغوي.

هغه کسان او شرکتونه چې غواړي په دې برخه کې پانګه اچونه وکړي، کولای شي د دې خبرتیا چې له خپریدو نېټې څخه تر ۲۲/۱۱/۱۴۰۳ ه ش پورې د اعتبار وړ ده، د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت له مرکزي دفتر څخه چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، د یاد شوي ټانک د بیارغونې پروژې د نقشې او احجامو بل د غوښتنې په وړاندې کولو سره، ترلاسه کړي.