د ګړندي موټرونو د پرزو د پيرود پروژې د تړون ورکړه

د ګړندي موټرونو د پرزو د پيرود پروژې د تړون ورکړه

  1403 - قوس - 08

په دې توګه د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په پام کې لري چې د ګړندي موټرونو د پرزو د پيرود پروژې تړون چې د (AOGC/NCB/1403/G/018) تشخصیې نمبر درلودونکی ده، د حد اقل ارزښت ۳۰۰۵۶۴۰ (درې میلیونه، پنځه زره او شپږ سوه او څلوېښت افغانۍ او حد اکثر ارزښت ۳۳۸۸۲۵۶ درې میلیونه او درې سوه اته اتیا زره او دوه سوه او شپږ پنځوس افغانیو، په بدل کې د حکمت الله امید سوداګریز شرکت ته چې د (۵۸۰۴۶) جواز نمبر لرونکی او د کابل، دوغ آباد، ۷ مې ناحیې کې موقعیت لري، موافقه وکړه.

هغه کسان او ادارې چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي د خبرتیا له خپرېدو څخه د ۷ تقویمي ورځو په اوږدو کې د دلایلو سره په لیکلې بڼه خپل اعتراض د تدارکاتو د قانون احکامو پنځوسمې مادې سره سم، د افغانستان نفت او ګازو شرکت، تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نه لري، او تړون به تر هغه وخته پورې پای ته نه رسېږي ترڅو چې پورته ذکر شوې نېټه پای ته ورسیږي او د قانوني طی مراحلو له بشپړولو وروسته به تړون رسماً لاسلیک کیږي.