د ۱۲ بابه کانټینرونو د داوطلبۍ اعلان

د ۱۲ بابه کانټینرونو د داوطلبۍ اعلان

  1403 - قوس - 04

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د خپل ملکیت ۱۲ بابه کانټینرونه چې د دغه شرکت له ځمکې له یوې مشخصې ساحې څخه پورته او د نوي حلقوي سړک، کوتل- څلور لارې کونج ته انتقال شوي دي، د تړون په بڼه په کرایه ورکوي.

هغه کسان او شرکتونه چې د تړون لپاره غوښتنه لري کولای شي خپلې غوښتنې چې د دې اعلان له خپریدو نیټې څخه تر 09/14/1403 ه ش  (۰۶/۰۲/۱۴۴۶ هـ ق) پورې د اعتبار وړ دی، د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ته چې په خیرخانه کوتل، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.

او خپله په ټاکلې ورځ د آفر پرانیست غونډه کې د ګډون په موخه مراجعه وکړي. همدارنګه کولای شئ شرطپاڼه وګورئ او تامینات اخیستل کېږي.