د -Kav۶۵ په وړتیا د ۴ پایو جنراټورونو د پیرود پروژه

د -Kav۶۵ په وړتیا د ۴ پایو جنراټورونو د پیرود پروژه

  1403 - جدی - 24

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال چې تشخصیه نمبر یې AOGC/PR/RFQ/1446/791  دی،  د -Kav۶۵ په وړتیا د  ۴ پایو جنراټورونو د پيرود پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، خپل آفرونه د یادې پروژې د پیرود لپاره په ۲۹/۱۰/۱۴۰۳ ه ش د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي او د آفر پرانیست غونډه د شنبې په ورځ د سهار په ۱۱:۰۰ بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په مالي او اداري معاونیت تعمیر کې تدویر کېږي.