د 1403 لمریز مالي کال د قرطاسیې پیرود پروژه

د 1403 لمریز مالي کال د قرطاسیې پیرود پروژه

  1403 - اسد - 18

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/1403/G-031 دی، د قرطاسیې پيرود پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، خپل آفرونه د قرطاسیې د پیرود لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ پورې تقویمي ورځو پورې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري. له وخته تېر یا آنلاین وړاندیزونه یا آفرونه د منلو وړ ندي. د پروژې د وړاندیز تضمین د قرطاسیې پیرود پروژې لپاره د بانکي تضمین په بڼه ۲۰۰۰۰۰ (دوه سوه زره افغانۍ) او او د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي. د آفر پرانیست غونډه په ټاکل شوې ورځ چې په شرطنامه کې ذکر شوې ده د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت په مالي او اداري معاونیت تعمیر کې تدویر کېږي.