له اقینې بندر څخه نورو ولایتونو ته د یو قلم نفتي توکو د لېږد پروژه

له اقینې بندر څخه نورو ولایتونو ته د یو قلم نفتي توکو د لېږد پروژه

  1403 - دلو - 07

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له اقینې بندر څخه فاریاب، سمنګان، سرپل، بلخ، بدخشان، کندز او جوزجان ولایتونو ته د یو قلم نفتي توکو د لېږد پروژې د چارچوبي تړون په بڼه، د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/HRT/RFQ-1403/0027  دی، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د حیرتان نفت او ګازو ریاست، د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم چې د دې اعلان د خپرېدو څخه تر ۳ کاري ورځو پورې د اعتبار وړ ده، د حیرتان نفت او ګازو  ریاست، تدارکاتو مدیرت ته چې د بلخ ولایت په حیرتان بندري شهرک کې موقعیت لري، وسپاري. 

د آفرونو پرانيست غونډه به د چهارشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو، ۱۰/۱۱/۱۴۰۳ د حیرتان نفت او ګازو ریاست په ودانۍ کې ترسره کېږي. همداراز له وخته تېر او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.