
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له هرات ولایت تورغنډۍ ذخایرو څخه د کابل ولایت بادام باغ او بیني نیزار ذخایرو ته د ۶۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ټنه د ډيزل تېلو د لېږد پروژې د چارچوبي تړون په بڼه، د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/1403/NCS-03(22) دی، ګډون وکړي؛
داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي، او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د یادې پروژې لپاره د یکشنبې په ورځ، ۰۷/۱۱/۱۴۰۳ ه ش نېټه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
د آفرونو پرانيست غونډه به په ټاکل شوې ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي او همداراز له وخته تېر او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.