له حیرتان او آقینې ذخایرو څخه د کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو ته د دوه ډوله تېلو د لېږد پروژه

له حیرتان او آقینې ذخایرو څخه د کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو ته د دوه ډوله تېلو د لېږد پروژه

  1403 - دلو - 15

د افغانستان نفت او ګازو  امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له آقینې بندر څخه د ۴۴۲۴۴۷ کیلو ګرامه ډيزل تېل او له حیرتان بندر څخه د ۱۳۶۰۷۴ کیلو ګرامه پټرول تېلو بغلان، تخار، کندز او بدخشان ولایتونو د لېږد پروژې چې د تشخصیې شمېره یې AOGC/HRT/RFQ/1403/0028 د چهارچوبي تړون په بڼه، ګډون وکړي؛

داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د حیرتان نفت او ګازو ریاست له تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي،  او خپل آفرونه په شرطپاڼه  کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم چې د دې اعلان د نشر څخه تر ۳ ورځو د حیرتان نفت او ګازو ریاست، تدارکاتو مدیریت ته چې د بلخ ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې موقعیت لري، وسپاري. 

د آفرونو پرانيست غونډه به په ۱۸/۱۱/۱۴۰۳ ه ش د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۹:۳۰ بجو د حیرتان نفت او ګازو ریاست په ودانۍ کې ترسره کېږي. 

د یادولو وړ ده  چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.