
د کندز ولایت د ( "نمبریک امارتي تېلوټانک") باندې پانګونه ورکول.
- 1404/03/29
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له آقینې بندر څخه د 976365 کیلو ګرامه ډيزل تېل او له حیرتان بندر څخه د 138528 کیلو ګرامه پټرول تېلو بغلان، تخار، کندز او بدخشان ولایتونو د لېږد پروژې چې د تشخصیې شمېره یې AOGC/HRT/RFQ-1403/0031 د چهارچوبي تړون په بڼه، ګډون وکړي؛
داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د حیرتان نفت او ګازو ریاست له تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په ټاکلې نېټه د حیرتان نفت او ګازو ریاست، تدارکاتو مدیریت ته چې د بلخ ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې موقعیت لري، وسپاري.
د آفرونو پرانيست غونډه به په30/11/1403 ه ش د سه شنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د حیرتان نفت او ګازو ریاست په ودانۍ کې ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.