
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د بالمقطع تړون په اساس؛ له حیرتان ذخایرو څخه د پروان پل مټک ذخایرو ته د ۱۲۰۰ ټنه اوبلن ګازو د لېږد پروژې چې د تشخصیې شمېره یې AOGC/NCB/1403/NCS-03(18) او له حیرتان ذخایرو څخه د کابل ذخایرو ته د ۱۲۰۰ ټنه اوبلن ګازو د لېږد د داوطلبۍ په پروسو کې چې تشخصیې نمبر یې AOGC/NCB/1403/NCS-03(19) دی، ګډون وکړي؛
داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي، او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په لاندي ټاکلې نېټه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
د آفرونو پرانيست غونډه به په ۲۰/۱۰/۱۴۰۳ ه ش د پنجشنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.