
د کندز ولایت د ( "نمبریک امارتي تېلوټانک") باندې پانګونه ورکول.
- 1404/03/29
- 35
د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې؛ له حیرتان ذخایرو څخه د پروان پل مټک ذخایرو ته د۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ټنه اوبلن ګازو د لېږد پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه نمبر یې AOGC/NCB/1403/NCS-03(17) دی، ګډون وکړي؛
داوطلبان کولای شي د یادې پروژې شرطپاڼه په هارډ کاپي بڼه کې د رسمي ساعتونو په جریان کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي، او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم د اعلان د خپرېدو څخه ۲۱ تقویمی ورځو په لړ کې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته چې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
د آفرونو پرانيست غونډه به په ټاکل شوې ورځ د سهار په لسو بجو د شرکت په اداري او مالي معاونیت کې ترسره کېږي.
د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې لپاره د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ (زر افغانۍ) ټاکل شوي دي او همداراز بې وخته او آنلاین آفرونه د منلو وړ نه دي.