پروان ولایت د سیاه ګرد پر (۱۷) بیسوې ځمکې پانګونه کول

پروان ولایت د سیاه ګرد پر (۱۷) بیسوې ځمکې پانګونه کول

  1404 - حمل - 16

د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت په پام کې لري، چې د پروان ولایت د غوربند په سیاه ګرد کې خپل ملکیت( (۱۷)بیسوو ځمکه) د شخصي پانګې پرمټ د تړون د امتیاز په بدل کې جوړ کړي. 
 ټول هغه افراد، اشخاص او شرکتونه، چې د پانګونې هوډ لري؛ نو کولای شي، چې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر( ۲۶/۱/۱۴۰۴هـ.ش) کال، چې د (۱۶/۱۰/۱۴۴۶ هـ.ق) کال سره سمون لري، د غوښتنلیک په وړاندې کولو سره یاده ځمکه ترلاسه کړي او د پانګونې د طرحې شرطپاڼې له ملاحظې کولو وروسته د ارزونې او تصمیم نیونې په موخه د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت مرکزي دفتر ته، چې د کابل خیرخانې کوتل د ښاروالۍ (۱۷مې)ناحیې ترڅنګ موقعیت لري، وسپارئ.