
د بغلان ولایت د خنجان پر امارتي تېلوټانک پانګونه کول
- 1404/02/31
- 35
د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1403 مالي کال لپاره، د AOGC شرکت ۲۵۰ عراده کوچنیو موټرونو او د تېلو ټانکرونو ته د GPS آلې چمتو او نصب کړي، چې تشخصیه نمبر (AOGC/NCB/1403/G-007) دی او د داوطلبۍ پروژې په پروسه کې ګډون وکړي. لیوال شرکتونه کولای شي د رسمي کاري ساعتونو په جریان کې د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو ریاست څخه شرطنامه ترلاسه کړي، داوطلب شرکتونه دې خپل وړاندیزونه او آفرونه په شرطنامه کې د ذکر شوي شرایطو او د قانون او تدارکاتو کړندود سره سم د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر ۲۱ ورځو په موده کې د خیرخانې کوتل په سر، د کابل ښاروالۍ ۱۷ ناحیې تر څنګ د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري. د یادولو وړ ده چې بې وخته او برېښنايي وړاندیزونه د منلو وړ ندي. د يادې پروژې د وړانديز ضمانت د بانکي تضمين په بڼه د ۱۲۰۰۰۰ (يو لک شل زره افغانيو) په ارزښت او د قرطاسیې لګښت ۱۰۰۰ افغانۍ دی او د آفر پرانیستو غونډه به ان شاء الله د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو شرکت په اداري او مالي تالار کې ترسره کېږي.