په کابل ولایت کې د بیني نیزار زېرمو د سرک جوړولو پروژه

په کابل ولایت کې د بیني نیزار زېرمو د سرک جوړولو پروژه

  1403 - قوس - 08

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت ټولو په شرایط برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ مالي کال په کابل ولایت کې د بیني نیزار زېرمو د سرک جوړولو پروژې چې تشخصیه نمبر یې (AOGC/PR/RFQ/1403/046) ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او په رسمي ساعاتو کې شرطنامه یا تړون د افغانستان نفت او ګازو شرکت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي، داوطلبان کولای شي خپل آفرونه د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تړون د شرایطو او قانون او تدارکاتو د طرزالعمل سره سم، د پروژې لپاره د اعلان له خپرېدو نیټې څخه تر یکشنبې ورځ پورې د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته چې د خیرخانې کوتل په سر د کابل ښاروالۍ ۱۷ مې ناحیې تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.

د آفر پرانیست غونډه به د یکشنبې ورځ په ۱۴۴۶/۰۵/۲۹ ه ق نېټه د سهار په لسو بجو د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت د غونډو او کانفرانسونو په تالار کې تدویر کېږي.