د آزادو سیالیو له لارې د پنځه تنه کمپیوټر پروګرام لیکونکو  او یو تن ژباړونکي ګمارل

د آزادو سیالیو له لارې د پنځه تنه کمپیوټر پروګرام لیکونکو او یو تن ژباړونکي ګمارل

  1403 - ثور - 26

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د برېښنایي سیسټم جوړونې آمریت پنځه تنه د کمپیوټر د پروګرامونو لیکونکو او یو تن د ژباړونکي په توګه د آزادو سیالیو له لارې په دندو ګماري، چې یادو بستونو ته له ۷۰۰ زیاتو کسانو خپلې غوښتنې په آنلاین ډول رالېږلې وې؛ د ګمارنې د مؤظفې کمېټې لخوا ۳۱۵ کسان د ازموینې لپاره غوره شوي وو. د دې بستونو ازموینه د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت مرکزي دفتر په کنفرانس خونه کې ترسره شوه. د یادولو وړ ده هغه کاندیدانو چې د معیارونو سره سم د مرکې یا انټرویو نمرې ترلاسه کړي وي د بشري سرچينو آمریت به یې انټرویو یا مرکې ته رابولي. د بشري سرچینو آمریت په وینا د یادو بستونو د مرکې لړۍ به په دوه اوونیو کې بشپړه شي. د دې بستونو د ګمارنې څخه وروسته به د برېښنايي سیسټم جوړونې آمریت او د څېړنې او پراختیا ریاست وکولای شي د شرکت برېښنایي سیسټم په لنډه موده کې جوړ او د دې شرکت کارکوونکو ته به وسپارل شي؛ او دا د څېړنې او پراختیا ریاست یو له مهمو او بنسټيزو موخو څخه شمېرل کېږي.