د افغانستان اسلامي امارت په شمال کې د تېلو نوې څاه ګانې پرانيستې

د افغانستان اسلامي امارت په شمال کې د تېلو نوې څاه ګانې پرانيستې

  1403 - ثور - 26

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر، شیخ شهاب الدین دلاور د سرپل ولایت د قشقري اړوندو سیمو کې د نفتو د څاه ګانو په پرانیست غونډه کې وینا وکړه او د یادو سیمو څاه ګانې یې رسماً پرانیسې. اوس مهال د قشقري، انګوټ او آق دریا نفتي سیمو شل څاه ګانې په ورځیني ډول د ۱۰۰۰ ټنه خامو نفتو ایستلو وړتیا لري. د افغانستان اسلامي امارت له یو چینایی شرکت سره د امو سیند نفتي حوزې څخه د نفتو د استخراج او د هیواد په شمال کې د نفتي زېرمو پراختیا په موخه د څو میلیارد ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ. د مالوماتو له مخې داسې اټکل کېږي چې په افغانستان کې د درې ټریلیون ډالرو په ارزښت نفتي توکي شتون لري چې د بهرنیو پانګه اچونکو پام یې ځان ته اړولی دی.