د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د "جایدادونو او تېلو ټانکونو امریت"بست لپاره ازموینه ترسره کړه

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د "جایدادونو او تېلو ټانکونو امریت"بست لپاره ازموینه ترسره کړه

  1403 - دلو - 22

د وړتیا اصل ته په پام سره، د سالمې او کارندې ادارې رامنځته کولو په موخه د افغانستان نفت او ګاز شرکت خپل یو بست "د جایدادونو او تېلو ټانکونو امریت" چې څه موده مخکې د آزادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپارل شوی وو.  ګڼ شمېر کسانو ورته ځانونه کاندید کړی وو، چې د ټاکل شویو ځانګړنو پر بنسټ د ګمارلو کمیټې له لوري ۱۳۷ تنه د ازمویني د ترسره کولو لپاره په معیار برابر وپیژندل شول او د روان کال، سلواغې میاشتې په ۲۱ مه نېټه یې ازموینه ترسره شوه.

همدارنګه د کارکوونکو چارو امریت زیاتوي چې د تحریري ازموینې د پایلې او ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ، هغه ګډونوالو چې معیاري نمرې ترلاسه کړي وي د یوې اونۍ په لړ کې به راتلونکي پړاو چې انټرویو ده، راوبلل شي.

د افغانستان نفت او ګاز شرکت ټولو هیوادوالو ته د ازموینو لړۍ دشفافیت او روڼوالي څخه ډاډ ورکوي.