د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت کې د دوو مهمو بستونو ازموینه واخیستل شوه

د افغانستان نفت او ګازو دولتي شرکت کې د دوو مهمو بستونو ازموینه واخیستل شوه

  1403 - میزان - 28

د افغانستان د اماراتو د نفتو او ګازو شرکت د وړتیا پر بنسټ د یوې سالمې او موثرې ادارې د رامنځته کولو په موخه د خپل اداري جوړښت دوه خورا مهم بستونه (د هرات ولایت مالي او اداري ریاست او د کسراتو او ضایعاتو عمومي مدیریت) چې مخکې یې د ازادې سیالۍ په موخه اعلان کړي وو؛ چې په یادو بستونو کې له (۲۰۰) څخه زیاتو غوښتونکو خپل غوښتنلیکونه په آنلاین بڼه وړاندې کړي وو، چې له دې جملې څخه (۸۰) کسان یې په تحریري ازموینه کې د ګډون لپاره شارټ لست شوي او د دوی ازموینه د (۱۲/ربیع الثاني/۱۴۴۶) د ازموینې د ګمارل شوې کميټې لخوا واخیستل شوه.

د یادولو وړ ده چې هغه نوماندان چې د مرکې معیاري نمرې یې د معیارونو سره سم ترلاسه کړي وي، د بشري سرچینو آمریت لخوا د مرکې لپاره بلل کیږي. د بشري منابعو د عمومي مدیر په وینا، د یاد شوي بستونو د مرکې مرحله به په یوه اونۍ کې بشپړه شي.