د افغانستان نفت او گازو امارتي شرکت او آریانا هوایي شرکت ترمنځ د تېلو د رسولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان نفت او گازو امارتي شرکت او آریانا هوایي شرکت ترمنځ د تېلو د رسولو تړون لاسلیک شو

  1403 - سرطان - 02

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د روان کال په ۹/۱/۱۴۰۳ نېټه د آریانا هوایي شرکت سره د تقریباً ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تېلو د رسولو او تامین تړون لاسلیک کړ. د دې تړون پر بنسټ به د افغانستان نفت او ګازو شرکت په منظم ډول د تړون د موادو او شرایطو سر سم خپل خدمات وړاندې کوي. د یادولو وړ ده چې یاد تړون د دواړو ادارو د کړنو د ښه والي او پرمختګ لپاره خورا ارزښتناک بلل کېږي.