د افچین تېلو او ګازو شرکت سره د ډیزل او پټرول تېلو د رسولو تړون لاسلیک

د افچین تېلو او ګازو شرکت سره د ډیزل او پټرول تېلو د رسولو تړون لاسلیک

  1403 - قوس - 28

د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت (AOGC) د افچین تېلو او ګازو شرکت سره  د اړتیا وړ ډيزل او پټرول تېلو د پلور یا رسولو تړون په (۱۰/لېندۍ /۱۴۰۳) نېټه لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت ژمنه کړې چې د تړون تر پایه به ۳۰ ټنه پټرول او ۲۱۰۰ ټنه ډیزل تېل د تړون د ځانګړو شرایط سره سم، افچین تېلو او ګازو شرکت ته ورکوي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان نفت او ګازو امارتي شرکت د هغو هڅو یوه برخه ده چې د دولتي ادارو او بنسټونو د اړتیاوو د پوره کولو او د خصوصي سکټور په تړونونو باندې د امارتي ادارو او بنسټونو د انحصار د کمولو او د دولتي شرکتونو د ملاتړ په خاطر ترسره کیږي. همدارنګه دغه همکاري کولای شي د اماراتي شرکتونو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي او د دولتي شرکتونو په پیاوړتیا سره په دغو شرکتونو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.